وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ الشَّيْطَانُ يَدْعُوهُمْ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ
او کوم وخت چه اوئیلی شی دوی ته تابع شئ دهغه چه نازل کړی دی اللّه تعالٰی دوی وائی بلکه مونږ تابعداری کوؤ د هغه طریقی چه موندلی دی مونږپه هغی باندی مشران خپل آیا اگرچه وؤ شیطان بلل ئی هغوی عذاب داور لمبووالاته -
دا بل زجردی یعن دلیلونه ورسره نیشته لیکن تقلید دپلارانو ورسره شته او دائی د بِغَيْرِ عِلْمٍ په مقابله کښی ذکرکړی دی معلومه شوه چه تقلید څه علم نه دی (آبَاءَنَا) مراد ترینه مشران علماء دی صرف نسبی پلاران ترینه مراد نه دی اوداسی آیت په سورة بقره (۱۷۰) مائده (۱۰۴) زخرف (۲۳،۲۲) کښی هم تیرشوی دی -