لقمان ۲۰

أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ

آیا نه گورئ‌ تاسو چه یقیناً اللّه تعالٰی په خدمت ستاسو کښی لگولی دی هغه څه چه په آسمانانو کښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی اوپوره کړی دی په تاسوباندی نعمتونه خپل ښکاره او پټ او بعضی دخلقو نه هغه دی چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی بغیر ددلیل نه او دهدایت نه او دکتاب رنړا کوؤنکی نه -

ددی نه ترآخره پوری دوهم باب دی په دی کښی باقی اته عقلی دلیلونه دی (۳۴،۳۱،۲۹،۲۸،۲۷،۲۶،۲۵،۲۰) کښی او زجرونه دی (۳۲،۲۱،۲۰) او بشارت (۲۲) کښی اوتخویف اخروی (۳۳) او رد دشرک فی الدعاء دی په (۳۰) کښی - په دی (۲) کښی دوهم دلیل عقلی دی یعنی دا ټول څیزونه ستاسو دفائدی دپاره اللّه تعالٰی لگولی دی اودغه فائدی داسی حکمتونه دی چه لقمان حکیم په هغی پوهیدلو چه داد اللّه تعالٰی دطرف نه دی (ظَاهِرَةً) مراد ترینه هغه دی چه عام خلق هغه پیژنی لکه ظاهری بدن او مال واولاد اوشکل صورت وغیره (وَبَاطِنَةً) هغه مراد دی چه اهل علم په هغی باندی پوهه دی - لکه اسلام، قرآن، محبت د اللّه تعالٰی او درسول او زړه، عقل، فهم وغیره (وَمِنَ النَّاسِ) زجردی روستو ددلیل نه اوپه دی کښی عنادیان منکرین مراد دی چه حق ورته ښکاره شوی دی اوبیا هم جگړی کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل