وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ
اومیانه روی کوه په رفتار خپل کښی او ښکته کړه بعضی آواز خپل یقیناً ډیر ناکاره دآوازونونه خامخا آواز دخردی -
تیرشوی آیت کښی منع وه د هغه کارونونه چه دلالت کوی په ناکاره صفاتو باطنیوباندی چه هغه تکبردی نوپه دی آیت کښی ذکر دصفاتو دظاهریودی، اول صفت اقتصاد د مشی، میانه روی کول یعنی چه ډیرتیز نه ځی اوډیرپه دمه باندی هم نه ځی او ډیرپه دمه باندی هم نه ځی او ډیرنیغ نه گرځی او کوزهم نه گرځی اوهرکله چه انسان په رفتارکښی دسنت د نبی ﷺ تابعداری کوی نومعلومه شوه چه په هرکارکښی دسنت دتابع دی - دوهم صفت آواز ښکته کول (مِنْ صَوْتِكَ) لفظ دمن دلیل دی چه کله آواز اوچتول ثواب دی لکه آذان او تلبیه (إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ) اشاره ده چه په دی کښی کارکښی نورو خلقوته تکلیف ورکول دی (لَصَوْتُ الْحَمِيرِ) ددی تخصیص وجه داده چه نور حیوانات آواز دضرورت په وخت کښی اوچتوی چه بوج پری راشی یا ستړی شی، اوخر بغیر دضرورت نه آواز را اوباسی اوکله بوج پری دروند شی یانورتکلیف وی نوبیا آواز نه راوباسی - اودا دلیل دی چه څوک ذکرد اللّه تعالٰی په اوچت آواز سره کوی په غیردشرعی دلیل نه نوهغه مشابه دی دخرسره -