لقمان ۱۸

وَلَا تُصَعِّرْ خَدَّكَ لِلنَّاسِ وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ

اومه کږه وه اننگی خپل (په وخت دخبرو) دخلقوسره اومه گرځه په ځمکه کښی په لوئی اوناز سره یقیناً اللّه تعالٰی نه خوښوی هرلوئی کؤونکی خپله ستائینه کوؤنکی -

روستودبیان داعمالونه او اوامرونه ذکرد اخلاقو منهیودی چه په هغی سره نفرت دخلقو پیدا کیږی - اودا اخلاق (منهیه) د متکبرینو دی (وَلَا تُصَعِّرْ) صعرپه اصل کښی یومرض دی چه په اوښانوباندی راځی اوپه هغی سره څټ کوږ شی اومخ ئی واوړی - نوپه دی کښی اشاره ده تذلیل دداسی انسان ته چه په دی خوئ سره دمرضی اوښ په شان شی اومراد ترینه دادی چه ته چاسره خبری کوی یاتاسره څوک خبری کوی نوته مخ برابرکړه لکه چه دا سنت د نبی ﷺ دی ( وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا) داسی سورة اسراء (۳۷) کښی تیرشوی دی هرهغه تلل او گرځیدل چه دسنت د نبی ﷺ نه خلاف وی هغه په دی نهی کښی داخل دی که رقص (گډا) وی یاپه نازونزاکت سره گرځیدل وی (مُخْتَالٍ) هغه دی چه نور خلق سپک گنړی دخپل ځان په مقابله کښی او فَخُورٍ هغه دی چه خپل صفتونه په خپله کوی دپاره دځان دلوی گنړلو په نورخلقوباندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل