يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ
اوی ځما ځویه پابندی کوه دمونځ اوحکم کوه دنیکئ اومنع کوه دبدئ نه اوصبرکوه په هغه مصیبوتونو باندی چه تاته دررسیږی یقیناً داد ضروری کارونونه دی -
روستوبیان دعقیدی (یعنی رد شرک نه) بیان داعمالواو اخلاقودی، په دی آیت کښی څلوراعمال ذکرکوی (عَزْمِ الْأُمُورِ) عزم په معنیٰ دمعزوم دی یعنی هغه کارونه چه فرض کړی شوی وی دطرف د اللّه تعالٰی نه اودهغی ادا کوؤنکوته اولوالعزم وئیلی کیږی -