لقمان ۱۶

يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الْأَرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ

ای ځما ځویه یقیناً خصلت (دنیکئ یا بدئ) که چیری وی په قدرددانی داوری نوکه وی پټ په گټه کښی یا وی (په بل ځای) دآسمانونو کښی یا ځمکه کښی راوړی به هغی لره اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی وینی باریک څیزونه خبرداردی -

په دی آیت کښی دفع دوهم ده که څوک خیال اوکړی چه که چیری مونږ گناه دشرک یاد مور اوپلار ناشکری یا دهغوی طاعت په شرک کښی (داگناهونه) پټ اوکړو چاته به دهغی علم وی؟ نوحاصل دجواب دادی چه هیڅ څیزاو هیڅ گناه د اللّه تعالٰی نه پټ کیدی نشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل