لقمان ۱۵

وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ

اوکه دوی زور کوی په تاباندی چه شریک جوړ کړی ماسره هغه څوک چه نیشته تالره په هغه باندی دلیل نوددوی خبره اونه منی اوملگرتیا ددوی کوه ددنیا په کارکښی نیکه ملگرتیا او روان ئی په لار دهغه چاچه راگرځی ماته بیا ماطرف ته ستاسو راگرځیدل دی نوخبربه درکړم په هغه عملونوچه تاسوئی کوئ -

دا قباحت دشرک دی روستو دبیان دحقوق د والدینونه یعنی اگرچه دوالدینو حق فرض دی لیکن دشرک په مقام کښی دهغوی داطاعت حق ساقط دی اوحدیث کښی عام راغلی دی چه لاطاعة لمخلوق فی معصیة الخالق یعنی په هیڅ گناه کښی دهیڅ مخلوق طاعت نشی کیدلی (وَإِنْ جَاهَدَاكَ) کښی اشاره ده ډیرتاکید ته یعنی که دواړه مور اوپلار متفق وی په دعوت دشرک باندی اوصرف امرنه کوی بلکه کوشش کوی اوزور لگوی لیکن بیاهم دهغوی طاعت کول حرام دی (فِي الدُّنْيَا) یعنی امور ددنیا کښی ددوی تعاون کول په کار دی په دی شرط چه معروف وی یعنی دشرع نه خلاف نه وی اومصاحبت په معرف سره دادی چه نیک اخلاق او نرمی ورسره ضروری ده اوپه دی کښی دعوت الٰی الحق هم داخل دی - (مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ) مراد ترینه مخلص مؤحد اومتبع دسنت دی -
فائده: خطیب شربینی وئیلی دی چه په دی کښی تنبیه ده قریشو مشرکانو ته په غلطئ دهغوی باندی په تقلید دآباؤ کښی اوپریخودل دهغوی اتباع د نبی ﷺ لره - اوبله فائده دا ذکرکړی ده چه په دی کښی تیزی ورکول دی په پیژندلو درجالو په حق سره او (امربحک المشایخ وغیرهم علی محک الکتاب و السنة فمن کان عمله موافقا لهما اتبع و من کان عمله مخالفهما اجتنب) ترجمه: حکم دی په معلومولو د علماؤ وغیره په کسوټئ دکتاب اللّه او سنت سره پس دچا عمل چه ددی دواړو سره موافق وی تابعداری به ئی کیدئ شی اودچا عمل چه ددی دواړونه مخالف وی نوډډه به ترینه کیدی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل