وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ
او پوخ حکم ورکړو مونږ انسان ته دمور اوپلارسره (داحسان کولو) پورته کړی وؤ ده لره مور په کمزوری حال باندی اوجدا کول ئی دپیو ورکولونه په دوه کاله کښ دی (حکم دادی) چه شکرکوه ځما او موراوپلار ستا خاص ماته راگرځیدل دی -
هرکله چه ذکرشوچه اصلاح د پلار ځوئ لره داحکمت دی نوذکر کوی چه دارنگ احسان اوخدمت او عزت کول د اولاد دخپل موراوپلار لره داهم حکمت دی (حَمَلَتْهُ) دا ذکر سبب دوصیت دی یعنی دمورحق زیات دی دوجی دډیر محنت اومشقت دهغی نه (وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ) اشاره ده ډیرضعف د هغی او مشقت دهغی ته - تکلیف دحمل او تکلیف دوضع دحمل (وَفِصَالُهُ) په دی کښی اشاره ده تکلیف دتربیت او پئ ورکول بچی ته او تکلیف دپیؤ نه پری کول (فِي عَامَيْنِ) لکه چه سورة بقره (۲۳۳) کښی ذکردی اواشاره ده چه دپیؤ ورکولو مدت دوه کاله دی اوداصریح او صحیح قول دی -