لقمان ۱۳

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ

اوکوم وخت چه اوئیل لقمان خپل ځوی ته او وعظ ئی ورته کؤو ای ځما ځویه شرک مه کوه د اللّه تعالٰی سره یقیناً شرک لوی ظلم دی -

دا اول قسم شکردی یعنی عالم دی دشرک تردید اوکړی او اول دخپلوان اصلاح دی اوکړی او خصوصاً د خپل اولاد اصلاح کول په عقیده صحیحه سره دا لوی حکمت دی - که ځوئ دده مشرک وؤ نودا وعظ دی هغه ته دپاره د دپریخودلود شرک اوکه مشرک نه وؤ نووعظ دی دپاره دتاکید او تثبیت په عقیده دتوحید باندی (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ) دا ددی وجی نه چه ظلم خو استعمال دشی دی بی ځایه نوپه شرک کښی د انعاماتو نسبت وی بل چاته لکه په شرک فی التصرف کښی او عبادت او حقوق د اللّه تعالٰی ادا کول دی بی ځایه لکه په شرک فی العبادة او الدعاء‌ کښی - اوصفتونه د اللّه تعالٰی بل لره ثابتول اویاد هغه صفتونه دمخلوق سره مشابه کول یادهغه اسماؤ صفاتونه انکارکول دا شرک فی لاسماء‌ والصفات دی دا رنگ د اللّه تعالٰی خاص (یعنی علم غیب) بل چالره ثابتول لکه په شرک فی العلم کښی - ددی وجی نه شرک لوی ظلم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل