وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ وَمَنْ يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
اویقیناً ورکړی وؤ مونږ لقمان ته پوخ علم (ورته می وئیلی وؤ) چه شکرکوه د اللّه تعالٰی او چاچه شکراوکړو نو یقیناً شکرکوی خپلی فائدی لره اوچاچه ناشکری اوکړه نویقیناً اللّه تعالٰی بی حاجته ستائیلی شوی دی -
دا دلیل نقلی دی په توحید باندی اواشاره ده چه عقیده او طریقه ددی مشرکانو لکه چه انبیاؤ د طریقی نه خلاف ده نودارنگ د حکماؤ دطریقی نه هم خلاف ده - دارنگ حکمت مقابل دظلم دی ځکه چه ظلم استعمال دشی دی په بی مناسبه ځای کښی اوحکمت استعمال دی په مناسب ځای کښی نوددی وجی نه دظالمانو درد نه بعد دحکمت امورذکرکوی -
لقمان بن باعورا: دده په باره کښی اختلاف دی چه پیغمبروو اوکه ولی وؤ صحیح داده چه ولی اللّه وؤ اود عکرمه نه چه په کوم روایت کښی چه نقل ده چه دنبی وؤ دهغی په سند کښی جابرجعفی ضعیف راوی دی اکثرمفسرینو لیکلی دی - چه دی غلام حبشی نجار (ترکاڼ) وؤ - او لقمان د ایوب علیه السلام خورئی وو یا دترورځوی وؤ او داؤد علیه السلام نه ئی بعضی علمونه حاصل کړی وو اوډیر حکمتونه اللّه تعالٰی په طریقه د الهام سره ده ته خودلی وؤ (الْحِكْمَةَ) هغه علم دی چه پوخ وی په عمل سره اوهرشی په خپل مناسب ځای کښی استعمالول او دڅیزونو په فائدو باندی پوهه لرل دا حکمت دی (أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ) سره یعنی احسانات د اللّه تعالٰی منل اود هغه په رضا سره استعمالول دا لوی حکمت دی او علم بیانول او دعوت ورکول داشکر دعلم دی او روستو آیاتونو کښی دحکمت او دشکرئی تفصیل کړی دی -