هَذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ بَلِ الظَّالِمُونَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
دا پیدائش د اللّه تعالٰی دی نو اوښائی ماته چه څه دی هغه چه پیداکړی دی هغه کسانو چه سیوا د اللّه تعالٰی نه دی بلکه ظالمان په گمراهئ ښکاره کښی دی -
دا تفریع ده په مخکښی دلیل باندی او رد دی په مشرکانو باندی یعنی چه ستاسو معبودان خلق (پیدائش) نشی کولی نو څرنگه حق دار دعبادت ئی گنړئ -