لقمان ۲۳

وَمَنْ كَفَرَ فَلَا يَحْزُنْكَ كُفْرُهُ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

او چاچه کفراوکړو نو خفه دی نه کړی تالره کفردهغه خاص مونږ ته واپسی ددوی ده نوخبربه ورکړو دوی ته په هغه عملونو چه دوی کړی دی یقیناً‌ اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه خبرو چه په سینوکښی دی -

روستو دبیان دحال د فریقینو نه تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوتخویف دی منکرینو ته - (فَلَا يَحْزُنْكَ) مرا دحزن نه د نه منلو دوجی نه دومره خفگان کول چه دعوت پریږدی دامنع دی اونفس حزن خو غیراختیاری دی دهغی نه نهی نشی کیدلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل