لقمان ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم

الف لام میم -

سورة لقمان

ربط: ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهوسره دی، اوله وجه داده سورة عنکبوت کښی ترغیب جهاد او دعوت ته نوسورة روم کښی دهغی نتیجه ئی بیان کړه په نصرت او انقلاب سره نواوس په دی سورة کښی دهغه جهاد طریقه بیانوی په واقعه دلقمان سره چه په دی طریقه جهاد اوکړی شی نونصرت الٰهی به هله حاصلیږی، دوهمه وجه داده چه مخکښی اثبات دتوحید ئی صرف په عقلی دلیلونوسره کړی وؤ نو په دی سورة کښی دلیل نقلی دیو حکیم نه راوړی اشاره ده چه توحید صرف دپیغمبرانو مسئله نه ده بلکه د حکمت عقلیه سره هم موافق ده -

دعویٰ ددی سورة:

اثبات دتوحید دی په دلیل نقلی سره دعقلی دلیلونو تفصیلیونه او مأخذ ددعوی (۱۲) کښی دی اورد دی په دری قسمونو دشرک باندی شرک فی التصرف او شرک فی العلم او شرک فی الدعاء -

خلاصه ددی سورة:

دا سورة تقسیم دی دوه بابونوته - اول باب دی تر (۱۹) آیت پوری په دی کښی اولاً ترغیب دی قرآن ته په ذکر دڅلورو صفاتو دقرآن او څلورصفات داهل قرآن سره ترپنځم آیت پوری بیا زجردی منکرینو دقرآن ته په شپږقباحتونو دهغوی سره، سره دتخویف او بشارت نه د (۶) تر (۹) پوری بیایو دلیل عقلی تفصیلی دی په (۱۱،۱۰) کښی بیا دلیل نقلی دی دلقمان نه دهغی فائدو دپاره کوم چه مخکښی بیان کړی شوی تر (۱۹) آیت پوری -

تفسیر

داد مقطعاتو نه دی دپاره داظهار د اعجازد قرآن -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل