الروم ۶۰

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ

پس صبرکوه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده اوبی همته نه کړی تالره هغه کسان چه یقین نه لری -

دا تسلی ده نبی ﷺ ته اوتفریع ده په ټول سورة باندی یعنی هرکله چه سورة کښی دلیلونه تفصیلی اومثال او زجرونه وغیره بیان شول اوبیاهم دا منکرین ضد اوعناد کوی نوصبرکوه ددوی په انکارباندی (وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ) مراد ددی نه دبی صبرئی دوجی نه عذاب غوښتل دی په تلوارسره اودعوت او تبلیغ پریخودل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل