تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ
دا آیاتونه دداسی کتاب دی چه دحکمتونونه ډک دی -
په دی ایاتونو کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکردڅلور صفتونودقرآن چه کتاب، حکیم، هدی، رحمت دی اوڅلورصفتونه دقرآن والو دی اودغه صفتونه آثار دی دصدق دقرآن (لِلْمُحْسِنِينَ) هغه چاته وائی چه دهغوی عقیده اوعمل مشتمل وی په حسن شرعی سره یعنی توحید او اخلاص اواتباع دسنت په کښی موجود وی (يُوقِنُونَ) تفسیر سراج المنیرکښی وئیلی دی چه دا هغه کسان دی چه نه کوی داسی کار چه منافی وی دایمان سره اونه غافل کیږی دآخرت دیاداشت نه رپ دسترگی په قدرهم -