الروم ۴۲

قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلُ كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُشْرِكِينَ

ته اوایه اوگرځئ په ملک کښی نو اوگورئ چه څنگه وؤ انجام دهغه کسانو چه دوی نه مخکښی وؤ ډیرد هغوی نه مشرکان وؤ -

دا تاکید دی دتیرشوی آیت (كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُشْرِكِينَ) یعنی لوی سبب دعذابونو شرک وؤ اوپه بعضی قومونو باندی د نورو گناهونو دوجی نه هم عذابونه راغلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل