الروم ۴۱

ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

ښکاره شوی دی عذابونه په اوچه او لونده کښی په وجه دهغه گناهونو چه کړی دی لاسونو د خلقو دپاره ددی چه اوڅکوی دوی ته بعضی سزا دهغه عملونو چه دوی کړی دی دپاره ددی چه دوی اوگرځی طاعت د اللّه تعالٰی ته -

په دی آیت کښی تخویف دنیوی سره د ذکرکولو د سبب دعذاب نه (الْفَسَادُ) نه مراد نقصان په هره فائده کښی (فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ) هغه طوفانونه چه په هغی سره جهازونه کشتئ غرق شی ډیر موجونه چه جهازونه نشی چلیدلی - دواب دسمندر هلاکیدل دښکار کمیدل - دباران دنه کیدلو دوجی نه ملغری په صدفونو کښی نه جوړیدل وغیره دا عذابونه په سمندر کښی راځی (بِمَا كَسَبَتْ) دارنگ په سورة شوریٰ (۳۰) آیت کښی هم دی اودا سزا دبعضی عملونوده نوکه مؤمنان وی نودبعضی نه ورته اللّه تعالٰی معافی اوکړی او که کافران وی یا مؤمنان گنهکاران چه توبه اونه باسی نو نور عذاب ورله برزخ کښی اوآخرت کښی ورکوی (يَرْجِعُونَ) مرا ددی نه توبه کول په زړه کښی اوپه ژبه سره دپریخودلو دگناه نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل