الروم ۴۳

فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ يَوْمٌ لَا مَرَدَّ لَهُ مِنَ اللَّهِ يَوْمَئِذٍ يَصَّدَّعُونَ

نوبرابر کړه مخ خپل دین پوخ ته مخکښی ددی نه رابه شی ورځ چه نه به وی واپسی دهغی د اللّه تعالٰی دطرف نه په دغه ورځ به ټکړی شی خلق -

ددی آیت نه ترآخردسورة پوری آخری باب دی په دی کښی امردی په ټینگیدلوسره په توحید باندی او تخویف اخروی او بشارت مختصر ذکرکوی په دری آیاتونو کښی - بیا عقلی دلیلونه پنځه ذکرکوی (۵۴،۵۰،۴۹،۴۸،۴۶) او دعویٰ دسورة په (۴۷) کښی او زجر منکرینوته په (۵۱) کښی او تسلی نبی ﷺ ته په (۵۳،۵۲) کښی بیا تخویف اخروی په (۵۷،۵۶،۵۵) او زجرپه انکار دقرآن سره په (۵۹،۵۸) کښی حکم کوی په اقامت ددین دپاره ددفع کولو دعذاب چه مخکښی آیاتونو کښی ذکرکړی شو او (فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ الْقَيِّمِ) نه مراد ټینگیدل دی توحید باندی سره دمخالفت د اعمالو دمشرکانونه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل