وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ
او هغه کسان چه ځان کړوی زمونږ په رضا کښی خامخا ښایم به دوی ته لاری زمونږ اویقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دی د ښائسته عمل کوؤنکو -
دا متعلق دابتداء دسورة سره دی اوبشارت دی هغه چاته چه مخکښی ذکرکړی شوی فتنی او امتحانات ئی په ځان باندی تیرکړی دی (جَاهَدُوا) نه مراد دغه تیرشوی کړاؤ نه دی چه تیرکړی ئی دی - (فِينَا) یعنی په لار د اللّه تعالٰی کښی یاد وجی درضا د اللّه تعالٰی نه مراد ترینه اخلاص دی ځکه چه جهاد بغیر داخلاص نه نه قبلیږی (لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا) فضیل بن عیاض نقل کړی دی چه چه ځان اوکړاؤ په طلب د علم دین کښی په اخلاص سره نواوبه ښائم دوی ته طریقی دعمل کولو، سهل بن عبداللّه وئیلی دی چه چا ځان اوکړاؤ په طاعت زمونږکښی اوبه ښائم ورته لاری دثواب، دریم داچه چا ځان اوکړاؤ په دعوت تبلیغ ددین کښی په اخلاص سره نوعلم به ورکوؤ ده ته ددلیلونو دحق، اودا په تجربی سره ثابت ده چه داعی دحق ته اللّه تعالٰی الهام د حجتونو کوی (الْمُحْسِنِينَ) هغه کسان مراد دی چه عمل اوکړو په دی سورة باندی -