وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ
او څوک ډیرظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا ددروغو نسبت کوی حق ته هرکله چه راغی دوی ته آیا نیشته په جهنم کښی ځائ ددیره کیدو دپاره دکافرانو -
دا څلورم زجردی (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یعنی شرک کوی اونسبت ئی اللّه تعالٰی ته کوی کله وائی لَوْشَاءَ اللّهُ مَا عَبَدْنَا ، کله وائی وَ اللّهُ اَمَرَنَا بِهَا (بِالْحَقِّ) نه پیغمبراوقرآن مراد دی -