الروم ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الم ﴿۱﴾

الف لام میم -

سورة العنكبوت

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سوره په یو څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی دصحیح جهاد ذکراوشو نو په دی کښی دهغی نتیجه ذکرکوی چه هغه انقلاب دی - دوهمه وجه داده چه تیرشوی سورة کښی ترغیب وؤ جهاد ته نوپه دی سورة کښی بشارت دی په نصرت د اللّه تعالٰی سره -

دعویٰ ددی سورة:

وعده د امداد د اللّه تعالٰی دتوحید والوسره په انقلاب راوستلوسره - او اثبات دی د دعوی پ مثال درومیانوسره دی اوپه دلیلونو دقدرت د اللّه تعالٰی په انقلاب دحالاتو باندی - اودارنگ اثبات دتوحید دی په عقلی دلیلونوسره اوپه ذکردیو مثال سره اوپه رد داقسامو دشرک سره، شرک په تصرف کښی اوپه دعا کښی اورد په شفاعت قهریه باندی -

خلاصه د سورة:

داسورة تقسیم دی دری بابونوته - اول باب تر (۱۹) پوری دی په دی کښی اول مثال ذکرکوی په غلبه درومیانوپه فارس والوباندی روستو دمغلوبه کیدلونه بیا دعویٰ د سورة ده تر(۵) پوری بیا څلورزجرونه دی اول په بی علمئ‌ ددوی په (۶) کښی دوهم په غفلت سره د آخرت نه په (۷) کښی دریم په انکار دبعث بعدالموت سره په (۸) کښی سره ددلیل عقلی نه څلورم په ظلم سره په خپلوځانونو باندی په (۹) کښی سره دتخویف دنیوی نه، اوتخویف اخروی دی په (۱۶،۱۴،۱۳،۱۲،۱۰) کښی او دلیل عقلی په (۱۱) کښی اوبشارت اخرویه دی په (۱۵) کښی بیا ذکردتسبیح او حمد دی (چه داتوحید دی) دپاره دحاصلولو دنصرت د اللّه تعالٰی چه دعویٰ دسورة ده په (۱۸،۱۷) کښی -

تفسیر

داد مقطعاتونه دی دلیل دی په اعجاز دقرآن باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل