العنكبوت ۶۴

وَمَا هَذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

اونه دی دا ژوند دنیوی مگر مشغله ده او لوبی دی اویقیناً کور روستنی خامخا هغه ژوند پوره دی که دوی پوهیدلی -

ددی آیت نه تر (۶۸) پوری څلورزورنی ذکرکوی - په دی آیت کښی زورنه ورکوی دنیاپرستو خلقو ته چه دوی علم نه لری ددنیا په فنا اودآخرت په بقا باندی - اوهرکله چه تیرشوی دری آیتونو کښی ددنیا څیزونه ذکرکړل نوپه دی سورة کښی ورته اشاره اوکړه په هَذِهِ سره (لَهْوٌ) هغه څیزدی چه صرف زړه مشغولوی - یعنی په دی سره انسان د اللّه تعالٰی دذکرنه مشغولیږی، اولعب هغه څیزدی چه بی فائدی اوزرفنا کیږی (الْحَيَوَانُ) حیاة حقیقیه دائمه چه فناپری نه راځی اوغمونو دردونونه پاک وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل