فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ
پس هرکله چه دوی سواره شی په کشتئ کښی رابلی دوی اللّه تعالٰی لره اخلاص کوی دهغه په بلنه کښی پس هرکله چه بچ کړی دوی لره اوچی ته دغه وخت دوی شریک جوړوی د اللّه تعالٰی -
دا دوهم زجردی په شرک ددوی سره سره دپوهی ددوی نه چه مصیبت لری کوؤنکی اللّه تعالٰی دی اودا دلیل دجهل ددوی دی اوهم داسی تیرشوی دی په سورة یونس (۲۲) اوسورة بنی اسرائیل (۶۷) کښی - اودا دلیل دی چه معرفت درب په فطرة د هرانسان کښی شته دی (لِيَكْفُرُوا) لام دعاقبت دی اودا متفرع دی په يُشْرِكُونَ باندی (وَلِيَتَمَتَّعُوا) داتفریع ده په نَجَّاهُمْ باندی -