العنكبوت ۶۳

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ نَزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ

اوکه چیری ته دوئ نه تپوس اوکړی چه چا راورولی دی د آسمان دطرف اوبه پس تازه کړی دی په هغی سره ځمکه روستو داوچ والی دهغی نه خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی ته اوایه ټول صفتونه دخدائی خاص اللّه تعالٰی لره دی بلکه ډیرددوی نه عقل نه لری -

دا دریم دلیل عقلی دی او اعترافی دی حاصل ئی دادی چه روزی اوفراخی او تنگی دهغی په اختیار د اللّه تعالٰی کښی ددی وجی نه ده چه اسباب دروزئ باران ورول اوځمکه کښی قوت نباتیه پیداکول د اللّه تعالٰی په قدرت کښی دی - په دی دواړو آیاتونوکښی څلورڅیزونه ذکرکړی دی اوهرکله چه درزق تفصیل اوکړی شو چه د اللّه تعالٰی دطرف نه دی نواختتام کښی ئی امراوکړو په الحمدلِلّه وئیلوسره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل