اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
اللّه تعالٰی فراخوی روزی چالره چه اوغواړی دبندگانو خپلونه اوتنگوی هغه لره یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی علم لری -
دا دوهم دلیل عقلی دی او دفع د وهم ده که څوک وهم اوکړی چه خالق دروزئ اللّه تعالٰی دی لیکن فراخی اوتنگسیا به دبل په اختیارکښی وی جواب اوشو چه داهم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی ده په دی دلیل کښی دوه څیزونه ذکرکړی دی بسط او تدبر -