العنكبوت ۶۱

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ مَنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ

اوکه چیری تپوس اوکړی ته ددوی نه چه چا پیدا کړی دی آسمانونه او ځمکه اودخپل حکم لاندی کړی دی نمراو سپوږمئ خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی پس څرنگه اړولی شی دوی دحق نه -

دا دلیل عقلی اعترافی دی دپاره دتوحید اوزجردی مشرکانوته اوپه دی کښی څلور امورذکرکړی دی - اومناسبت ددی دترغیب الی الهجرة دڅلورمی طریقی سره دی یعنی روزی د اللّه تعالٰی دطرف نه گنړی ځکه چه هغه خالق مدبَّر روزی تقسیم کوؤنکی دی اود روزئ اسباب پیدا کوونکی دی اودا صفتونه دهغه مشرکان هم منی (السَّمَاوَاتِ) ددی نه تقدیر درزقونو نه راځی اوبارانونه تری وریږی (وَالْأَرْضَ) ددی نه بوټی را اوځی دپاره دروزئ (الشَّمْسَ) په دی سره میوی غلی پخیږی (وَالْقَمَرَ) په دی سره ترقی دبوټو راځی اورنگونه ئی هم بدلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل