العنكبوت ۳۶

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

او لیږلی وؤ مدین ته ورور دهغوی شعیب علیه السلام پس اوئیل هغه ای ځما قومه بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره اوعقیده لرئ په ورځ روستنئ اومه گرځئ په ملک کښی فساد کوؤنکی -

دا څلورمه قصه ده دپاره دبیان د څلورم ابتلاء چه هغه تکالیف دی په شعیب علیه السلام باندی چه په سورة هود او شعراء کښی تفصیلاً ذکردی اوتکذیب دقوم دهغه (په طریقه دډیری بی ادبئ سره لکه چه سورة هود کښی ذکرشوی ده) اودده په واقعه کښی دعوت دی توحید ته اوعقیدی دیوم آخرته اومنعه ده دهرقسم فساد نه یعنی شرک او خیانت په پیمانه اووزن اوپه مالونو دخلقو کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل