العنكبوت ۳۷

فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ

نودوی هغه ته دروغژن اوئیل نو اونیوؤ دوی لره زلزلی نوشول (په وخت دصباکښی) په کورونو خپلو کښی مړی جوخت شوی په ځمکه پوری -

(الرَّجْفَةُ) زلزله د ځمکی یا د زړونو پیدا شوی وه په سبب دصیحه سره ځکه سورة هود کښی صیحه ذکرده اوسورة اعراف او دلته ئی رجفه ذکرکړی ده - بیاهرکله چه رجفه کښی خپل هیبت ډیروؤ ددی وجی نه دار جمع ذکر کولوته ضرورت نیشته اودصیحه هیبت درجفی نه کم دی نوددی وجی ئی دزیادت دهیبت دپاره ئی دیار دصیحه سره جمع ذکرکړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل