العنكبوت ۳۵

وَلَقَدْ تَرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ

اویقیناً پریخودله مونږ دهغی کلی ته نخښه ښکاره دپاره دعبرت دداسی قوم چه عقل لری -

(آيَةً بَيِّنَةً) مراد ددی ددوی کنډرات یا کانړی نازل کړی شوی چه باقی وو ترډیروخت پوری یاتوری اوبه یعنی دبحراسود هغه حصه چه حیوان په کښی ژوندی نشی پاتی کیدی -
فائده: په واقعه دنوح او ابراهیم علیهم السلام کښی دلیل دقدرت په انجاء کښی ذکرکړی وو او واقعه دلوط علیه السلام کښی دلیل دقدرت په هلاکت ذکرکړی دی اشاره ده چه په دواړه حالتونوکښی دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی دارنگ په واقعه دنوح علیه السلام کښی (الْعٰلَمِیْنَ) ئی اوئیل ځکه چه امثال دکشتئ په ټول عالم کښی شته خلق ترینه عبرت اخستلی شی اوپه واقعه د ابراهیم علیه السلام کښی ئی دمؤمنانو تخصیص اوکړو ځکه چه په هغی کښی آیات د تشجیع او تسلی دی اوهغه خاص دی په مؤمنانوپوری اوپه واقعه دلوط علیه السلام کښی ئی لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ اوئیل ځکه چه دهغوی کنډرات په خاص ځای کښی دی اوڅوک چه په هغی باندی ورتیریږی اوعقل لری نوهغه نه عبرت اخستلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل