العنكبوت ۳۲

قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ

اوئیل ابراهیم علیه السلام یقیناً په هغی کښی لوط شته اوئیل مونږ ښه خبریو په هغه چاباندی چه په هغی کښی دی خامخا بچ به کړو مونږ هغه لره اودهغه کورنئ مگرښځه د هغه وی به د پاتی کیدونکونه -

مقصد دابراهیم علیه السلام تاخیر دعذاب وؤ ددی قوم نه په دی امید سره چه دوی به ایمان راؤړی اوعلت دهغی ئی ذکرکړو چه لوط علیه السلام په هغی کښی موجود دی اوپه وخت دوجود دنبی په خپل قوم کښی عذاب نه راځی نوملائکو جواب ورکړو چه لوط علیه السلام به اول بچ کړی شی بیا په هغوی باندی عذاب راځی (لَنُنَجِّيَنَّهُ) هرکله چه ملائک رُسُل وی اوقول درسول قول دمرسل وی نومعلومه شوه چه نَحْنُ أَعْلَمُ قول د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل