وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ
اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږ لوط علیه السلام ته خفه کړی شو په هغوی اوتنگ ئی شو په دوی باندی زړه اواوئیل دوی مه ویریږه اومه خفه کیږه یقیناً مونږ بچ کوؤ تالره اوکورنئ ستا مگرښځه ستا وی به دپاتی کیدونکونه -
په دی آیت کښی ئی أَنْ راوړو او مخکښی ئی أَنْ نه وؤ ذکرکړی وجه داده أَنْ دلالت کوی په اتصال باندی نومخکښی قول دملائکو متصل نه وؤ په راتللو دملائکوپوری اوپه دی آیت کښی خفه کیدل د لوط علیه السلام متصل وو په راتللو دملائکو پوری نوره تشریح په سورة هود کښی تیره شوی ده (لَا تَخَفْ) مه ویریږه په مونږباندی (وَلَا تَحْزَنْ) اومه غمژن کیږه ددوی په عذاب او هلاک باندی (كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ) په (۳۲) او (۳۳) کښی فرق دادی چه هلته مراد دادی چه دهغوی سره په عقیده کښی شریکه ده او ددوهم مطلب دادی چه دهغوی سره په عذاب کښی شریکه ده -