العنكبوت ۳۱

وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَذِهِ الْقَرْيَةِ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ

اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږ ابراهیم علیه السلام ته په زیری سره اوئیل دوی یقیناً‌ هلاکوؤنکی یو اوسیدونکو ددی کلی لره یقیناً اوسیدونکی ددی دی ظلم کوؤنکی -

دعا دهغه قبوله شوه او اللّه تعالٰی ملائک را اولیږل اول بشارت ورکوؤنکی ابراهیم علیه السلام ته اوبیا خبرورکوؤنکی په باره دقوم دلوط علیه السلام کښی اوحکمت دادی چه یوم مکذب هلاک کړی شی پرواه نیشته ځکه چه اللّه تعالٰی دهغوی په عوض کښی یوصالح سړی پیداکوی (بِالْبُشْرَى) ظاهرداده چه مراد ددی نه بشارت دی په ولد (اسحاق علیه السلام) سره (إِنَّا مُهْلِكُواَ) دا دوهم بشارت دی لیکن ابراهیم علیه السلام په دی دوهم بشارت اول رضا نه وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل