فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَى رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
نو ایمان ښکاره کړو هغه ته لوط علیه السلام او اوئیل هغه یقیناً زه هجرت کوؤنکی یم طرف دخپل رب ته یقیناً هغه زورآور حکمتونو والا دی -
روستو ابتلاء بالنار نه دوهم ابتلاء د ابراهیم علیه السلام هجرت کول دی چه هجرت ئی اوکړود سوادالکوفه نه حرَّان ته اوبیا ارض مقدسی ته اوورسره لوط علیه السلام او ساره رضی اللّه عنها وه (فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ) د ابراهیم علیه السلام وراره وؤ ایمان ئی ښکاره کړو ځکه چه نبی دمخکښی نومؤمن وی اوقَال ضمیر ابراهیم یا لوط علیهما السلام راجع دی ( إِلَى رَبِّي) لام ئی ځکه نه دی وئیلی دی چه په هغی کښی دلالت دی په صرف اخلاص باندی اوپه إِلَى کښی سره داخلاص نه دلالت دی چه مکان دهجرت به هم په امراورضا د اللّه تعالٰی سره وی -