العنكبوت ۲۵

وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ

او اوئیل ابراهیم علیه السلام یقیناً جوړ کړی دی تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه معبودان (په طاعت کښی) دپاره ددوستانی په مینځ ستاسو کښی په ژوند دنیوی کښی بیا په ورځ دقیامت به انکاراوکړی بعضی ستاسو دبعضو نه اولعنت به اوکړی بعضی ستاسو په بعضو باندی اوستاسو ځای اوردی اونیشته تاسولره هیڅ څوک مددگاران -

دا لوی شجاعت د ابراهیم علیه السلام دی چه روستو دبچ کیدلو داورنه ئی صاف توحید بیان کړو ددی دپاره چه څوک اونه وائی چه ابراهیم اویریدو - اودعوت دتوحید ئی پریخودلو - په (۱۷) کښی رد وؤ په شرک بالعبادالصالحین باندی اوپه دی آیت کښی رد دی په شرک بالعباد المفسدین باندی یعنی رد په شرک فی التحلیل و التحریم باندی (مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ) یعنی دوجی دتعلق دپیرئ مریدئ او استاذئ‌ شاگردئ او مقلَد او مقلِد اوتابع و متبوع وغیره (وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا) داسی په سورة اعراف (۳۸) کښی ذکرشوی دی اودارنگ په آیاتونو د برائت په مینځ دعابدانو مبعودانو کښی بیان شوی دی لکه سورة بقرة، سورة ابراهیم، سورة احزاب، سورة سبا، سورة صافات، سورة ص، سورة حم مؤمن وغیره کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل