فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنْجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
نو نه وؤ جواب دقوم دهغه مگر داچه دوی وئیل اوژنئ ده لره یا اوسیزئ ده لره پس بچ کړو اللّه تعالٰی ده لره د اورنه یقیناً په دی کښی ډیرعبرتونه دی دپاره دهغه قوم چه ایمان راوړی -
په دی کښی اشاره ده عناد اوتکبر ددغه قوم ته چه هغوی سره هیڅ جواب نه وؤ - په کاردا وه چه چپ شوی وی لیکن دوی دتکبرد وجی نه غیرجواب لره جواب اوگنړلو ددی وجی نه اوئیلی شو جواب قومِهِ (اقْتُلُوهُ) په دی کښی اشاره ده قول دپلار دابراهیم علیه السلام ته چه ( (لَأَرْجُمَنَّكَ) دی او حَرِّقُوهُ قول وؤ دقوم دهغه لکه سورة انبیاء (۶۸) کښی دی (لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ) ډیردلیلونه اوعبرتونه دی بعضی دهغی نه دادی (۱) کامل قدرت او تصرف د اللّه تعالٰی (۲) داورنه اثر دسوزولو ختم کول (۳) خشا سیزل او ابراهیم علیه السلام نه سیزل (۴) مؤحدینو لره تسلی دنجات وغیره -