وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ
او بخشش ورکړو مونږ ده اسحاق اویعقوب اوخاص کړه مونږ په اولاد دده کښی پیغمبری اوکتابونه اوورکړیوه مونږ ده ته بدله دده په دنیا کښی اویقیناً دی به په آخرت کښی خامخا دپوره نیکانو نه وی -
داپه صبر دابتلاء اتوباندی څلورنیتجی ذکرکوی اول بشارت په ځوی او نوسی سره او دنوسی په بشارت کښی اشاره ده اوگدوالی دعمرته تردی پوری چه نوسی به اوینی او ذکر داسماعیل علیه السلام ئی ځکه اونه کړو چه په دی هجرت کښی دده سره ساره رضی اللّه عنها مورد اسحاق علیه السلام ملگری وه نودا بشارت هغی ته هم دی - دوهمه نتیجه د ابراهیم علیه السلام په اولاد کښی انبیاء او آسمانی کتابونه خاص کول چه دهغه روستو هیڅ نبی دهغه داولاد نه بغیر نه دی راغلی اوڅوک چه دعوت دنبوت کوی په دروغه سره لکه مرزا غلام محمد قادیانی نوهغه خپل نسب دابراهیم علیه السلام نه نشی ثابتولی - دریمه نتیجه ددنیا بعضی نعمتونه لکه فراخی درزق کثرت داولاد، نیک ذکرپه خلقو کښی، محبت دعامو خلقو دطرف نه په ځآن منسوب کولوسره هغه ته وغیره چه یهود او نصاریٰ اومشرکین عرب ټولو وئیل چه مونږپه دین ابراهیمی باندی یو - څلورمه په آخرت کښی دجماعت د کامیابو او کامل صالحینونه کیدل -