يُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَيَرْحَمُ مَنْ يَشَاءُ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ
عذاب به ورکوی هغه چاته چه اوغواړی اورحم به کوی په هغه چاباندی چه اوغواړی او خاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو -
دا نتیجه ده د ماقبل بیان دپاره او تخویف او ترغیب دی اوهرکله چه ماقبل کښی د کافرانو ذکرئی کړی دی ددی وجی نه عذاب ئی اول ذکر کړو (تُقْلَبُونَ) قلب گرځیدل دی داسی حالت ته چه اول حال نه بدل وی اوقیامت هم داسی دی -