العنكبوت ۲۲

وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ

اونه ئی تاسو عاجز کوونکی (اللّه تعالٰی لره) په ځمکه کښی اونه په آسمان کښی اونیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ بچ کوؤنکی اونه مددگار-

دا علت دماقبل دی یعنی عذاب ددی وجی نه ورکولی شی چه اللّه تعالٰی سره هیڅ څوک مقابله نه شی کولی (وَلَا فِي السَّمَاءِ) په دی کښی تقدیر دعبارت دی لَوکُنتُم فِیهَا (یعنی بالفرض که تاسو آسمان ته لاړشئ) یا وَمَا أَنْتُمْ خطاب عام دی آسمانی ملائک هم په کښی داخل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل