قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
اوایه اوگرځئ په ځمکه کښی پس اوگورئ چه څرنگ شروع کړی دی اللّه تعالٰی پیدائش بیابه اللّه تعالٰی پیدائش کوی پیدائش روستنی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی قادر دی
په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت دی په نظرکولو سره په نورو مخلوقاتو کښی اوتیرشوی آیت کښی دلیل وؤ په فکرکولوسره په خپل پیدائش کښی یعنی هغه دلیل نفسی وؤ او دا دلیل آفاقی دی (بَدَأَ الْخَلْقَ) یعنی اول پیدائش د حیواناتو نباتاتو اونوبوټو وغیره -
فائده: اول آیت کښی يُبْدِئُ فعل مستقبل ذکردی اوپه دی آیت کښی بَدَأَ فعل ماضی ذکرکړی دی ځکه انسان دهغه انسانانو په پیدائش کښی فکرکولی شی چه دده نه روستو مستقبل کښی پیدا کیږی اوهرچه نور اشیاء دی نوپه مخکښی پیدا کړی شوی باندی هم نظر کولی شی -