أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
آیا او دوی نه گوری چه څرنگه اول پیدائش کوی اللّه تعالٰی د مخلوق بیا دوباره پیدا کوی هغه یقیناً دا کار په اللّه تعالٰی باندی آسان دی -
په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت دی روستوداثبات دتوحید او درسالت نه (أَوَلَمْ يَرَوْا) مراد ددی نه علم دی او کیفیت دپیدائش دانسان هرذی عقل ته معلوم دی اگرچه په سترگونه ښکاریږی - (ذَلِكَ) اشاره ده مجموعه د اول او دوهم پیدائش ته -