العنكبوت ۱۸

وَإِنْ تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

اوکه چیری تاسو دروغژن کوئ مالره نو یقیناً‌ دروغژن کړی وؤ ډیر امتونو مخکښی ستاسونه (رسولانولره) اونیشته په رسول باندی مگر رَسَول ښکاره دی -

ددی آیت نه تر (۲۳) پوری په دی کښی دوه احتمالونه دی اول داچه دا داخل دی په واقعه د ابراهیم علیه السلام کښی څه په طریقه دخطاب او څه په طریقه دغائب سره التفاتاً‌ اوڅه په طریقه دحکایت کولو سره دقول د اللّه تعالٰی نه او دا قول ابن کثیر غوره کړی دی دوهم احتمال دادی چه دا آیاتونه په مینځ دواقعه د ابراهیم علیه السلام کښی په طریقه دجملی معترضی سره حال ددی امت دمنکرینودی اودا قول ابن جریر غوره کړی دی (وَإِنْ تُكَذِّبُوا) بنا په اول احتمال سره دا قول دابراهیم علیه السلام دی یعنی هغه اوئیل ، وَإِنْ تُكَذِّبُونیِ، اوددی جزاء‌ پټه ده چه فَلَا اَترُکُ اَلتَبلِیغَ - لیکن په دی توجیه باندی دا اعتراض دی چه د ابراهیم علیه السلام نه مخکښی ډیرامتونه مکذبه نه دی تیرشوی اودلته ئی جمع وئیلی ده أُمَمٌ؟ جواب دادی چه قوم د نوح او عاد، ثمود وغیره قومونه تیرشوی دی - اوبنا په دوهم احتمال سره دا خطاب د اللّه تعالٰی دی موجوده مکذبینوته په طریقه دزجر سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل