العنكبوت ۱۷

إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِنْدَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

یقیناً بندگی کوئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه د شکلونو جوړو شوواو جوړوی تاسو دروغ قصی یقیناً هغه کسان چه بندگی کوئ تاسو (دهغوی) سیوا د اللّه تعالٰی نه وس نه لری تاسو لره دروزئ نو اولټوئ د اللّه تعالٰی سره روزی اوبندگی خاص کړئ دهغه اوشکرکوئ دهغه اوخاص هغه ته به اوگرځولئ شئ -

په دی آیت کښی رد دی په شرک باندی په دری طریقوسره اودری اوامردی دپاره دتوحید (أَوْثَانًا) یعنی دا جوړ کړشوی آلِهَ دی نودوی حق دار دبندگئ نشی کیدلی ځکه چه وثن هرهغه څیزدی چه جوړ کړی شی اوبندگی دهغی کیدی شی که بت وی اوکه قبروی صلیب وغیره باندی هم اطلاق کیدی شی (إِفْكًا) یعنی ددوی د معبودیت دپاره تاسو دروغ قصی جوړی کړی دی (رِزْقًا) یعنی لوی حاجت د انسانی حاجتونونه رزق دی او هیڅ معبود مِنْ دُونِ اللَّهِ دهیڅ قسم رزق اختیار نه لری او آخری دریو اوامرو مطلب دادی چه سبب درزق او دترقئ‌ دهغی د اللّه تعالٰی بندگی ده په توحید سره اودهغه شکر ادا کول دی او ورسره عقیده دآخرت ده -
فائده: اول رِزْقًا نکره او دوهم الرِّزْقَ معرفه ذکر کړی ده ځکه چه نکره په سیاق د نفی کښی عموم فائده کوی یعنی ستاسو آلِهه مِنْ دُونِ اللَّهِ دهیڅ قسم رزق طاقت نه لری اومعرف دپاره دکمال ده یعنی د اللّه تعالٰی سره پوره رزق دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل