وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ
اولیږلی وؤ مونږ ابراهیم علیه السلام کله چه اوئیل هغه قوم خپل ته بندگی خاص کوئ د اللّه تعالٰی او ویریږئ دهغه نه دا به غوره وی تاسولره که چیری تاسو پوهیږئ -
دا واقعه دابراهیم علیه السلام ده دبیان ددوهم قسم ابتلاء دپاره چه هغه اورته غورځول اودملک نه هجرت کول دی دوجی ددعوت دتوحید نه په دی آیت کښی بیان د توحید دی اومنع ده دشرک نه سره دبیان د فائدی دهغی نه اجمالاً په لفظ خیرسره چه هغه خیردنیوی اخروی دواړو ته شامل دی (إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ) کښی اشاره ده چه دخیراو شر دتمیزدپاره علم شرط دی -