فَأَنْجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ
پس بچ کړو مونږ دی او هغه خلق چه په کشتئ کښی وؤ (کشتئ والا) او اوگرځوله مونږ دا قصه عبرت دپاره دټولو خلقو -
په دی آیت کښی تسلی ده نبی ﷺ ته او دهغه تابعدارانو ته په نجات اوپه سلامتیاسره (أَصْحَابَ السَّفِينَةِ) تفسیرسراج المنیر مرفوع روایت بلا سند راوړی دی چه دوی سره دنوح علیه السلام نه اووه کسان وؤ (آيَةً لِلْعَالَمِينَ) یعنی دا واقعه عبرت دی ټولو خلقو لره یادغه کشتئ نخه دعبرت ده په اعتبار دمثل دهغه کشتئ سره لکه سورة یٰس (۴۲) کښی دی -