العنكبوت ۱۱

وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ

او خامخا به ښکاره کوی اللّه تعالٰی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او خامخا به ښکاره کوی منافقانو لره -

دا نتیجه ددغه مخکښی ابتلاء‌ ده یعنی چه څوک په وخت دا اذیت او مخالفت دخلکو کښی په حق باندی ټینگ شو نوهغه صحیح مؤمن دی په(۳) کښی دعامو ابتلاگانو نتیجه وه چه په هغی سره صدق او کذب معلومیږی اوپه دی آیت کښی د آمنّا سره متعلق ابتلاء‌ وه نوهغه سبب د معرفت د اخلاص او دمنافقت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل