وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
اووائی هغه کسان چه کفرئی کړی دی هغه کسانوته چه ایمان راوړی دی تابعداری اوکړئ دلاری زمونږ اوپورته به کړو گناهونه ستاسو اونه دی دوی پورته کوؤنکی د گناهونو دهغوی نه هیڅ شی یقیناً دوی خامخا دروغژن دی -
دا څلورم امتحان دی یعنی کافران مشرکان به شرک ته دعوت ورکوی او دحق پټولو ترغیب به ورکوی اووائی به چه ددی ازار گناه زمونږ په غاړه دی، زمخشری او خطیب شربینی وئیلی دی چه داسی حالات نن په مسلمانانوکښی هم شروع شوی دی دحق پټولو او دگناه کولو دعوت ورکوی اوورته وائی چه ازار گناه ئی ځما په غاړه ده (وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ) دا په معنیٰ دشرط کښی دی یعنی که تاسو زمونږپه لارشوی نومونږ په ستاسو دگناهونونه ذمه وار شو نو دهغی رد ئی په دوؤ طریقو سره اوکړو اول (وَمَا هُمْ بِحَامِلِينَ) لکه چه لاتزرو وازرة وزر اخری په سورة فاطر (۱۸) او سورة نجم (۳۸) کښی - او دوهم إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ -