وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِنْ جَاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ
اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه وائی ایمان راوړی مونږ په اللّه تعالٰی باندی نوهرکله چه بد ورته اوئیلی شی په لار د اللّه تعالٰی کښی اوگرځوی فتنه دخلقو په شان دعذاب د اللّه تعالٰی اوکه چیری راشی مدد دطرف درب ستانه خامخا وائی دوی یقیناً مونږ ستا ملگری یو او آیا نه دی اللّه تعالٰی ښه خبرلرونکی په هغه خبرو چه په سینو دخلقو کښی دی -
دا دریم افتتان دی یعنی د ایمان او دعوت حق دوجی نه مخلق مخالف شی نوبعضی انسان منافقت شروع کړی لیکن مؤمن لره دداسی منافقت نه بچ کیدل په کاردی (فِتْنَةَ النَّاسِ) یعنی دخلقو دمخالفت دویری نه حق خبره پریږدی یعنی څرنگه چه د عذاب د اللّه تعالٰی نه ویره په کارده اوحق بیانول ضروری دی نوداسی دوی دخلقو د مخالفت کولو او ایذاء نه ویره کوی او دحق کتمان اوکړی - (نَصْرٌ) غلبه، مالونه، عزت حاصل شی په سبب دملگرتیا دمؤمنانوسره اوداسی په سورة حج (۱۱) کښی هم دی (أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ) دا زجردی په حال ددغه منافقانوباندی یعنی څوک آمنا وائی دپاره درضا د اللّه تعالٰی اوڅوک دپاره دحصول ددنیوی فائدو دواړه نیتونوباندی اللّه تعالٰی پوهه دی -