وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه کړی دی برابر دسنت سره خامخا داخل به کړو مونږدوی لره په ډله دنیکانوکاملانوکښی -
دابشارت متعلق دی ددوهم افتنان سره چه په دغه امتحان کښی کامیاب شی نو دصالحینو جماعت کښی به داخل شی په دنیا او برزخ او آخرت کښی او (الصَّالِحِينَ) ئی ددی وجی نه ذکرکړو چه ناپوهه خلق داسی شخص ته (چه دموراوپلار اطاعت په شرک کښی نه کوی) نافرمان او مفسد وائی نو اللّه تعالٰی ورته صالح اوئیل -