العنكبوت ۸

وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ

او کلک حکم کړی دی مونږ انسان ته دموراو پلارسره د ښه کولو اوکه چیری دوی زور چلوی په تاباندی دپاره ددی چه شریک جوړکړی ته ماسره هغه څوک چه نیشته تالره دهغوی په شرکت باندی هیڅ دلیل پس خبره مه منه ددی دواړو ماته پیشی ستاسوده نو خبربه درکوؤم تاسوته په عملونوچه تاسو ئی کوئ -

دا دوهم قسم افتتان دی یعنی کله به موراوپلار دعوت ورکوی اولاد مؤحدینوته دشرک کولو او ډیره سختی به ورسره کوی دکورنه به ئی شړی، دعاق حکم به پری کوی دپاره ددی چه توحید نه منع شی لیکن په دی کښی دهغوی طاعت کول جائزنه دی داهم لوی امتحان دی اوداسی په سورة لقمان (۱۵) کښی هم دی اوهلته به فرق ذکرشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل