وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعملونه کړی دی برابر دسنت سره خامخا اوبه ریژوؤ مونږ ددوی نه گناهونه ددوی اوخامخا بدله به ورکړو مونږدوی ته ډیره ښائسته بدله دهغه عملونو چه دوی کول -
دا بشارت اخروی دی اوبیان د لِنَفْسِهِ دی اوپه دی آیت کښی د عمل صالح نه دغه افتتان (امتحان) مراد دی او (لَنُكَفِّرَنَّ) اشاره ده چه دجهنم نه به بچ وی ځکه چه تکفیر دسیئاتو سبب دی دپاره دحفاظت دسزا نه او (وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ) کښی اشاره ده چه جنت به حاصل کړی (أَحْسَنَ الَّذِي) په معنیٰ هغه عمل دی چه بِنا وی په اخلاص او اتباع دسنت باندی اودا په مقابل دحسن کښی نه دی یا احسن نه مراد درجه دعزیمت ده اوحسن نه مراد درجه رخصت ده اوجزاء مراد پوره جزاء ده -